به ویبسایت افغان تیزیس خوش آمدید/ د افغان تیزیس ویبسایټ ته ښه لاغلاست

د افغانستان او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ سیاسي اړیکې(۲۰۰۱-۲۰۱۴)

سال

: 2020.09.21

ګروه ها

: حقوق و علوم سیاسی

قیمت

: 1000

تعداد صفات

: 59

کد فایل

: 147

مقطع

: لیسانس

 سریز: د ۲۰۰۱م د ډسمبر په پنځمه نېټه د جرمني په بُن ښار کې د افغانستان د راتلونکي په تړاو یو نړیوال کنفرانس جوړ شو، چې پر افغانستان د امریکایي او ناټو ځواکونو له بریدونو او د طالبانو د نظام له ړنګیدو وروسته یې په افغانستان کې د یوه نوي نظام لپاره لاره جوړه کړه. په دغه کنفرانس کې ګډونوالو پر یوې لنډمهالې ادارې موافقه وکړه او د لنډمهالې ادارې مشر او ۲۹ وزیران یې وټاکل. (دهشیار، ۱۳۹۰: ۳۷) د بُن له موافقې وروسته په افغانستان کې لنډمهال او انتقالې حکومتونه جوړ شول او وروسته بیا په ۲۰۰۴م کې په لومړي ځل ولسمشریزې ټاکنې وشوې، چې حامد کرزي د اکثریت رایو په اخیستو د هیواد ولسمشر وټاکل شو. په ۲۰۰۹م کې په هیواد کې د دویم ځل لپاره ولسمشریزې ټاکنې وشوې، چې بیا هم حامد کرزی پکې بریالی او د پنځو نورو کلونو لپاره د افغانستان ولسمشر شو. په بنسټیزه توګه په دغه دوره کې د افغانستان بهرنی سیاست له دوو مرحلو تیر شو: لومړۍ مرحله له ۲۰۰۱م څخه تر ۲۰۰۹م پوري. دویمه مرحله له ۲۰۰۹م څخه تر ۲۰۱۴م پوري وې. په دغه ۱۴کلنه دروه کې په افغانستان کې د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې حکومت شوی او همدا راز په دې دوره کې افغانستان د بهرنیو چارو څلور وزیران هم لرلي دي: ډاکترعبدالله (د وزارت دوره ۲۰۰۱-۲۰۰۶)، دکتور رنګین دادفر سپنتا(د وزارت دوره ۲۰۰۶-۲۰۱۰)، داکتر زلمي رسول (د وزارت دوره ۲۰۱۰-۲۰۱۳)، ضرار احمد عثماني (د وزارت دوره ۲۰۱۳-۲۰۱۴) وه، په عمومي ډول په دغه دوره کې د افغانستان بهرنی سیاست تر ډیره د امریکا تر اغېزو لاندې او لویدیځ محوره و. (بختیاری، ۱۳۸۱: ۸۷) په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا له بریدونو وروسته تر ۲۰۰۳ کال پورې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د اوږدمهاله پوځي حضور په تړاو کوم تړون موجود نه و؛ نو له همدې کبله امریکا د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت سره په ۲۰۰۲م کې د سوفا تړون لاسلیک کړ. که په ۲۰۰۲م کال کې له امریکا سره د سوفا لاسلیک شوی تړون د نړۍ د نورو هېوادونو له قراردادونو سره په بې طرفانه ډول پرتله کړو، دا تړون یوازې استسلام و او په هیواد کې یې ډېرې ستونزې وزیږولې یو لامل یې ښایي دا وي، چې د افغانستان حکومت په دې کچه د تړونونو د لاسلیک وړتیا نه درلوده او یا هم د امریکا تر ډیر فشار لاندی و. دکتور رنګین دادفر سپنتا په دوره کې له ۲۰۰۱م کال وروسته په لومړي ځل هڅه وشوه، چې د کابل په بهرني سیاست کې د سیمه ییزو هیوادونو پر لور پاملرنه زیاته شي، د هیواد بهرنی سیاست نور د امریکا محوره پرځای د څو اړخیزتوب پر لور ولاړشي. (دهشیار، ۱۳۹۰: ۵۳) له همدې ځایه وه، چي د حامد کرزی په دوره کې په لومړي ځل د افغانستان د بهرني سیاست اساسي کرښې، چې ۱۱ مادې یې درلودې، څرګندې شوې. په دغو مادو کې پر سوله ییزه نړۍ، د نورو په چارو کې نه لاسوهنې، څو اړخیز سیاست، اقتصادي همکارۍ او له دوه اړخیزو او څو اړخیزو کړکیچونو ځان ژغورنه او همدا راز له اسلامي نړۍ سره د امریکا او سیمه ییزو هیوادونو(چین، هند او روسیې) سره پر نږدې اړیکو ټینګار شوی و.

.

 د مطالبو لړلیک

عنوان                                                                                                                                صفحه

د څېړنې طرحه   1

الف) د مسئلې روښانتیا   2

ب) د څېړنې اهمیت او اړتیا         3

ج) د څیړنې موخې          4

د) د څیړنې پوښتنې        5

هـ ) د څیړنې فرضیې       5

و) د څيړنې ډول  5

ز) د څيړني جوړښت        6

لومړۍ څپرکۍ   7

کلیات   7

۱-۱. د افغانستان او آمریکا متحده ایالاتو د سیاسي اړیکو شالید          8

۱-۱-۱. د سیاسي اړیکو د پیل شالید 8

۱-۲. د کابل او واشنګټن ترمنځ د ډيپلوماتیکو اړیکو پیل        9

۱-۳. د افغانستان د بهرني سیاست سونزې  11

۱-۴. د افغانستان دبهرني سیاست اصول     15

۱-۵. د بهرني سیاست ننګونې       17

دویم څپرکۍ:    21

دکرزي حکومت او د امریکا د متحده ایالاتو ترمنځ سیاسي اړیکې      21

۲-۱. له (۲۰۰۱م) کال وروسته د افغانستان بهرنی سیاست       22

۲-۲. په وروستیو ۱۴ کلونو کې د افغانستان د بهرني سیاست عمده نکات        26

۲-۳. د افغانستان جګړه له) ۲۰۰۱-۲۰۱۴(      30

۲-۴. د امریکا د راتګ وجه           31

۲-۵. د افغانستان د جګړې موخې او پايلې  33

۲-۶. د امریکا نظامي حضور په افغانستان کې وروسته له ۲۰۰۱ کال څخه          35

۲-۶-۱. د آمریکا متحده ایالاتو لاسته راوړنې په افغانستان کې 35

۲-۶-۱-۲. د پرمختیا او بیا رغونې لاسته‌راوړنې         36

۲-۶-۱-۳. د حکومتولي، دموکراسي او بشري حقوقو لاسته‌راوړنې:       36

۲-۶-۱-۴. له طالبانو سره خبرې     37

۲-۶-۱-۵. د اړیکو ساتل    38

۲-۶-۱-۶. بې باوري          39

۲-۷. د اړیکو ښه کول (دوه- درې- څلور اړخیزې خبرې اترې)           44

۲-۸. د افغانستان او امریکا ترمنځ بهرنۍ اړيکې د سپتمبر له یولسمې څخه وروسته (۲۰۰۱څخه تر ۲۰۱۴)   47

درېیم څپرکۍ    50

پایله او وړاندیزونه           50

پــایـــــله           51

وړاندیزونه         53

اخځلیکونه         54

 

اخځلیکونه

1.      احمدزی، محمد اکمل غني، ۱۳۹۱. «روابط سیاسی میان افغانستان و پاکستان»، کابل: د افغانستان اسلامي جمهوریت د خارجه چارو وزارت.

2.      اندیشمند، محمد اکرام، ۱۳۸۶. «ما و پاکستان»، کابل: نشر پیمان.

3.      اسیا(۶)، ۱۳۹۰. «ویژه مسایل افغانستان»، د تهران د ابرار معاصر د بین‌المللي څېړنو او مطالعاتو فرهنګي موسسه.

4.     بولتن، ویژه، ۱۳۸۶. «روابط ایالات متحده-پاکستان وضعیت حال و چشم‌انداز اتی»، د تهران د ابرار معاصر د بین‌المللي څېړنو او مطالعاتو فرهنګي موسسه.

5.      بختیاری، محمد قاسم، ۱۳۸۱. «بررسی مقایسه‌یی سیاست خارجی ایران و پاکستان در قبال افغانستان»، نګارش آیدا.

6.     دهشیار، حسین، ۱۳۹۰. «سیاست خارجی امریکا در افغانستان»، تهران: بنیاد حقوقی میزان.

7.      سمیت، مایکل، جیمز باربر، ۱۳۸۲. «ماهیت سیاستګذاری خارجی در دنیای وابستګی متقابل کشورها»، سیدحسین سیف زاده، نشر قومس.

8.      علم خیل، عبدالقدیر، ۱۳۹۰. «نګاهی به پاکستان»، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د خارجه چارو د وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز.

جهت تماس به شماره های ذیر در تماس شوید

+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059