د شکرالله ګوجوال ژوند او فن
سال
: 2020.09.21ګروه ها
: ادبیات پښتوقیمت
: 500تعداد صفات
: 44کد فایل
: 158مقطع
: لیسانسسریزه : په تېرو درې( ٣ ) لسيزو کې داسې يو حيواني انقلاب تير شو چې زمونږ د وطن هر شتمني لکه : علمي ، اقتصادي يا ځاني او مالي ، فرهنګي اوښکلايزه شتمني لوټ کړه او د هيلو ډک ارمانونه يې د پښو سره خاورې کړه او هر هغه څه زمونږ د پښتو ادب زيږنده يې له منځه يوړه د ادب په جامه سمبال ځليدونکى او روشنفکره شخصيتونه يې د تورو خاورو لاندې کړه . دوې سختو کړاونو سره سره بيا هم زمونږ ليکوالو ، اديبانو او شاعرانو سخته مجادله وکړه او د پښتو ادب د پرمختګ لپاره يې لاره يو څه اواره کړه او د پښتو ادب يې د نورو سره يو ځاى په ليکه کې ودراوه . چې دا شخصيتونه عبارت دي له : عبدالروف بينوا ، عبدالحى حبيبي ، ګل پاچا الفت ، قيام الدين خادم ، صديق الله رښتين ، عبدالشکور رشاد او داسې نور په لره او بره پښتونخوا کې موجود وو او هر رنګ مشکلاتو ته يې اوږه ورکړه چې په اوسني عصر کې زياتو ليکوالانو ، اديبانو او شاعرانو د دوۍ لاره تعقيب کړيده د دې عصر په ليکوالانو ، اديبانو او شاعرانو کې يو ښاعلى شکرالله ( ګوجوال ) دى چې هر اړخيزه ليکنې يې کړې دي هم په نظم او هم په نثر کې يې دغه لړۍ يې روانه ساتلي ما چې کله د نوموړي ليکنې او شاعري وکتله نو ومې پتيله چې د ښاغلي په ژوند او فن يوه ليکنه وکړم .او دا ليکنه ( مونوګراف ) نوميږي له دې وروسته مې هڅې پيل کړې تر څو د ده په ژوند او فن يو څه رڼا واچوم . خو دغه څه چې زه يې ليکم په سلو کې ديرش فيصده څيړنه ده ځکه چې ګوجوال خپله هم د ليسانس دوره ( د ادبياتو پوهنځي ) تېره کړې او په ډېر ښه کدر فارغ دى هغه څه چې زه يې ليکم کيداى شي تاسي ټول ورسره اشنا ياستۍ ځکه د نوموړي ليکنې په زياتو مجلو ،اخبارونو ، ورځپاڼو او جريدو کې چاپ شوي دي . د شعر برخه يې زياتو هنرمندانو په محفلونو کې زمزمه کړېده . که دا ووايم چې په خپله ټولنه کې ښه ياد او مشهور شخصيت دى نو مبالغه به مې نه وي کړي نوموړى د ښې نرمې لهجې او پراخه ټنډې خاوند دى .
لړ ليک
سريزه الف
١_ دګوجوال ټاټوبى
٢ _ د ګوجوال لنډه پيژندنه
٣ _ د ګوجوال ليکلي اثار
٤ _ د شاعر منظوم اثار
٥ _ دګوجوال منظوم اثر ( وريتې هيلې ) ته لنډه کتنه او بېلګې
٦ _ د ګو جوال منظوم اثر ( ګلپاڼې ) ته لنډه کتنه او بېلګې
٧ _ د ګوجوال په شاعرۍ کې ادبي صنايع
٨ _ د ګوجوال منثور آثار
٩ _ پايله يا نتيجه
١٠ _ ما خذونه
ماخذونه
١_ يوسفزى مشتاق مجروح ،زرکاڼى ،دويم ټوک ، دانش خپرندويه ټولنه پيښور
(١٩٩٨ ع ) کال
٢ _ مسلم دوست عبدالرحيم ،خوږه ژبه ، دانش خپرندويه ټولنه ، ( ١٣٨٦ هـ )کال
٣ _ ګوجوال شکرالله ، ګج ګنج ، قلم کار پرنټنګ سروس پيښور ( ١٣٨٤ هـ ) کال
٤_ الفت ګل پاچا نثري کليات خپروونکى الفت اکيډيمي او دانش خپرنځى دويم چاپ ( ١٣٧٨هـ ) کال
٥ _يون پوهيالى محمد اسمعيل ،د پښتو شعر هندسي جوړښت ،دانش خپروندويه ټولنې تخنيکي څانګه پيښور (١٣٧٧ ل ) کال