آزادې او برابرې ټاکنې
عبدالشکور اخلاقي - | - 2019-12-30
ټاکنې عصري پدیده ده، چې د یوې ټولیزې تصمیم نیونې په پروسې او آزادانه تعامل سره یعنې د خکلو په آزادولو او برابرو رایو تحقق مومي، څو ټولنه په یو سم او کارنده میکانیزم برابره شي. همدا راز د نړیوالو پېژندل شویو اصولو او ارزښتونو پربنسټ، په ځانګړي ډول د بشر د حقوقو د ارزښتونو پر بنسټ، د ټاکنو حق د بشر په ژوند کې یو ذاتي اصل دی، چې د تمایز او وړتیا لیکه یې له نورو موجوداتو څخه بېلوي.
له بله اړخه ټاکنې د ډیموکراسۍ او ولسواک اکمیت د رامنځته کېدو سمبول دی. یعنې هغه څه، چې ټاکنې یې په نړیواله کچه په ټولنه کې د عدالت د ټینګولو لپاره د ارزښتمنې هڅې او خوځښت په توګه مطرح کړي دي، د رایې له حق څخه په آزاده او برابره توګه ګټه اخیستنه ده. د دې حق د استیفا څرنګوالی د هر هېواد د اساسي او انتخاباتي قوانینو د ډيموکراټیک کېدو له کچې سره سم مشخصېږي. پر همدې بنسټ په رایه ورکولو کې آزاداۍ ته قایلېدل او له جنسیتي، صنفي، نژادي، قومي او ژبنیو ملاحظاتو پرته د ټولنې د غړو لپاره په برابره توګه د رایې حق او په ټاکنو کې د خلکو لا ډېر شعوري ګډون د ټولنیزې ودې او د خلکو او حکومت ترمنځ د مشترک فصل د رامنځته کېدو نښه ده.
په بل عبارت، ټاکنې هغه طریقه ده، چې په هغې کې د سیاسي، تقنیني او مدني بنسټونو د رامنځته کېدو لپاره هېوادوالو اراده او هم د عمومي چارو د متصدیانو او متولیانو ټاکل ترسره کېږي. په ټولټاکنو کې خلک د رایې ورکولو له لارې لازم صلاحیتونه هغو کسانو او بنسټونو ته ورکوي، چې د خلکو په استازولۍ له دې صلاحیتونو په ګټې اخیستنې سره د قانون په چوکاټ کې ټاکلې دندې ترسره کړي.
له ډېرو نیمګړتیاوو سره سره، په هېواد کې د څو دورو انتخاباتو د ترسره کېدو تجربې روښانه کړه چې د نوي سیاسي نظام له ټینګېدو وړاندې، د زیان اړوونکو او ناکامو انتخاباتو په نظر کې نیولو سره، له خاصو ملاحظو پرته، د تېر وضعیت څخه د عاقلانه وتلو او د ټولو هېوادوالو د حقونو د تامین لپاره تر ټولو وړ او مناسب انتخاب همدا ټاکنې دي. دا چې د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې یو، د دې لپاره چې واقعي، اغېزناکې او ډیموکراټيکې ټاکنې باید ولرو باید د منلو وړ ټاکنو ځانګړنو ته پام وکړو. د همدې له مخې د ټاکنو د ترسره کولو طریقه د ټاکنو مهمه برخه او د هېوادوالو حقونو ته د درناوي نښه ده. هغه ټاکنې ډیموکراټیکې ګڼل کېږي، چې قانوني، شفافې او په سمه توګه ترسره شي.
د ټاکنو د ترسره کولو په برخه کې بل ټکی ټولیزې ټولټاکنې دي. یعنې حکومت د امنیت د تامین په برخه کې او د ټاکنو کمیسیون د هغو هېوادوالو د ګډون لپاره، چې د قانون له لحاظه د ټاکلو او ټاکل کېدو حق ولري، د لازمو تمهیداتو د برابرولو په برخه کې مسولیت لري. په دې لاره کې په برابره توګه د ښځو رایه ورکلو د ټاکنو د ټولیزوالي مهمه برخه ده. دا چې د ټاکنو وروستۍ مخه او وجودي فلسفه د هېوادنیو حقونو تامین او عدالت دی او ښځې هر وخت له خپلو انساني او سیاسي حقونو محرومې دي، که د هېواد ښځې ونه شي کولی په ازادانه او له نرانو سره په برابره توګه د ټاکنو په ملي پروسه کې ګډون وکړو، په واقعیت کې د ټاکنو وروستۍ موخه او وجودي فلسفه نقض شوې ده. د ټولنو د انساني او ټولنیزې پراختیا په معیار ټاکلو کې، نن ورځ یو شاخص د ټولنې په بېلابېلو برخو، سیاست او تعلیم کې د ښځو فعال ګډون دی.
د ټاکنو ازادي بله ځانګړنه ده، چې باید غفلت پکې ونه شي. د رایه ورکوونکو او رایه اخیستونکو ازادي کېدای شي په بېلابېلو لارو نقض شي، به شخصي توګه یا د بنسټ او ډلې په بڼه د ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي، سیمه ییزو، حکومتي فشارونو اعمالول کېدی شي د دې ازادۍ د نقض سبب شي. هر هېودوال حق لري له هر ډول وېرې، اندېښنې او فشار پرته څنګه چې خپله پوهېږي خپله رایه د خپلې خوښې کاندید په ګټه صندوق کې واچوي. همدا راز د اطلاع رسولو عمومي شرایط او امکانات باید په انتخاباتي فضا کې محدود او محصور نه شي. مګر دا چې د یو شمېر مواردو په اړه قانون د عمومي منافعو او مصالحو پر بنسټ روښانه حکم کړی وي.
وروستۍ خبره دا چې را روانې ولسمشریزې ټاکنې د حکومت، د ټاکنو د بنسټونو، هېوادوالو او په ځانګړي ډول د ښځو لپاره یوه بله ازموینه ده. په یقین سره چې د دې ازموینې پایله به زموږ پر حقوق بشري وضعیت او هېوادنیو حقونو اغېز ولري.